AP ۱۴۰۳ کب ۱۶, پينځنۍ ۳:۳۴:۲۸
د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو مشران د پنجشنبې پر ورځ د دفاع یوې ځانګړې شورا په تړاو خبرو لپاره بروکسل کې راټولېږي. دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون خبرداری ورکړی چې دا لویه وچه د "تاریخ د بدلون" مهم پړاو کې ده. تمه ده چې اروپايي مشران به د ځان پر تجهیزولو سربیره پر دې هم وغږېږي چې له کیېف سره څنګه ملاتړ ته دوام ورکولی شي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا له کیېف سره د پوځي مرستو له ځنډولو وروسته، چارشنبه د استخباراتي مالوماتو د ځنډولو اعلان هم وکړ.
AP ۱۴۰۳ کب ۱۶, پينځنۍ ۲:۴۴:۵۷
تورخم کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو حکومت او د پاکستان سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې لا هم په وقفهيي ډول دوام لري. دغلته په وروستیو نښتو کې د یو شمېر کسانو د ټپي کېدو رپوټونه هم ورکړل شوي. ننګرهار کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کولتور ریاست یوه چارواکي ویلي، چارشنبه د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې دوه ځايي خبریالان هم ټپیان شوي.
AP ۱۴۰۳ کب ۱۵, څلرنۍ ۱۵:۱۰:۰۱
ګڼو سرچینو بي بي سي ته تایید کړې، شاوخوا "نیم میلیون وسلې" چې له امریکا په افغانستان کې پاتې شوې"ورکې، پلورل یا قاچاق شوي" دي. امریکا په افغانستان کې د دوو لسیزو شتون په موده کې، له دغه هېواد سره تر ۱.۶ میلیونه ډیرو سپکو او درنو وسلو او پوځي تجهیزاتو مرسته کړې وه.
امریکا په افغانستان کې د خپل دوو لسیزو شتون په موده کې، له افغانستان سره تر ۱.۶ میلیونه ډیرو سپکو او درنو وسلو او پوځي تجهیزاتو مرسته کړې وه.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې رپوټونه هم، چې په افغانستان کې د پاتې شویو وسلو په اړه څېړنه کوي وايي، "د پخواني حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو لږترلږه نیمایي وسلې" چې د طالبانو لاس ته لوېدلې وې، "ورکې" دي.
ذبیح الله مجاهد: پاکستان کې د کابل هوايي ډګر بریدګر نیول ثابتوي چې د "ترهګرو پټنځایونه پاکستان کې دي"
AP ۱۴۰۳ کب ۱۵, څلرنۍ ۱۱:۵۰:۴۵
وروسته له هغه چې ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې له افغانستانه د امریکا د وتلو پر مهال د کابل هوايي ډګر برید اصلي مسؤل نیول شوی او له دې کبله یې د پاکستان له مرستې مننه وکړه، په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې دا نیونه د دې ثبوت دی چې، داعش او نورو "ترهګرو ډلو" اوس پاکستان ته پناه وړې ده. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوي غږیز پیغام کې ویلي، "په دې کې هېڅ شک نه شته چې هغه برید داعش کړی و او بیا چې داعشیان د پاکستان په خاوره کې نیول کېږي نو دا پخپله دا په ډاګه کوي چې داعش هلته پناه وروړې ده او خپل پټنځایونه یې هم هلته جوړ کړي دي. دا موضوع په افغانستان پورې هېڅ اړه نه لري."
AP ۱۴۰۳ کب ۱۵, څلرنۍ ۵:۱۱:۲۷
د امریکا سپینې ماڼۍ یو چارواکی وايي، امریکا له اوکرایین سره خپلې پوځي مرستې او د وسلو ورکړه ځنډولې ده. د سې شنبې په شپه، د امریکا د حکومت یوه چارواکي د بي بي سي همکارۍ رسنۍ سي بي سي ته ويلي، "ولسمشر دا روښانه کړې چې د هغه تمرکز په سوله دی. موږ اړتیا لرو چې زموږ متحدين هم ورته موخې ته ژمن شي. موږ په لنډمهالي ډول (اوکرایین ته) مرستې ځنډوو ترڅو معلومه کړو او ډاډ ترلاسه کړو چې دا له حللارې سره مرسته کوي."
AP ۱۴۰۳ کب ۱۴, درېنۍ ۱:۳۹:۲۳
ښاغلی ټرمپ په ځانګړي ډول د هغو مهمو منرالونو سره علاقه لري، چې د بېټرۍ او پرمختللو ټېکنالوژیو د تولید په برخه کې کارول کېږي، که څه هم د دې منرالونو لویه برخه د روسیې تر ولکې لاندې سیمو کې ده.
AP ۱۴۰۳ کب ۱۳, دونۍ ۱۲:۳۹:۲۶
پر اوکرایین د روسیې له وروستیو هوايي بریدونو وروسته د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي پر روسي چارواکو غږ کړی، چې: ''که تاسې خبرې غواړئ، نو پر خلکو د بالسټیک توغندیونو بریدونه ودروئ.'' ښاغلی زېلینسکي وايي، تېره شپه د اوکرایین پر خارکایېف ښار د شویو بریدونو په ګډون تېره اونۍ روسي ځواکونو پر اوکرایین له ۱۰۵۰ ډېر ډرون، نژدې ۱۳۰۰ بمي او له ۲۰ زیات توغندیز بریدونه کړي دي.
AP ۱۴۰۳ کب ۱۲, يونۍ ۲:۱۱:۳۸
اروپايي مشران له هغه وروسته د اوکرایین تر شا د ملاتړ لپاره راټولېږي، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر او اوکراییني ولسمشر ولودیمر زېلینسکي تر منځ په سپینه ماڼۍ کې لفظي شخړه وشوه. د پرونۍ (جمعې ورځې) په لیدنه کې ولسمشر ټرمپ په ښکاره ډول ولسمشر زېلینسکي تورن کړ چې ''له درېیمې نړیوالې جګړې سره قیمار کوي'' او د اوکرایین ولسمشر وویل، چې له روسيې سره به هېڅ ډول جوړجاړي و نه کړي.
AP ۱۴۰۳ کب ۱۴, درېنۍ ۱۳:۳۶:۱۱
اټکل کېږي چې تر ۲۰۵۰م کاله به د نړۍ له نیمايي ډېر " بلوغ ته رسېدلي" کسان، د ماشومانو درېیمه برخه او تنکي ځوانان ډېر وزن ولري. دغه نوې موندنې له څه باندې ۲۰۰ هېوادونو کې د څيړنو پر بنسټ شوې او د شمېرو نړیوال بنسټ تازه په ( لانسېټ اېکسټرنل) جورنال کې خپرې کړې دي.
د روژې میاشتې لیدو پر سر ناندرۍ: پاکستاني پولیس د هغه سړي نیولو هڅه کوي چې ''علماوو ته یې سپکاوی کړی''
AP ۱۴۰۳ کب ۱۴, درېنۍ ۰:۳۷:۵۸
د پاکستان خیبر پښتونخوا کې ځايي پولیس د هغه سړي نیولو هڅې کوي، چې د دوی په وینا "د دیني علماوو لپاره یې نامناسبه ژبه کارولې" ده.
AP ۱۴۰۳ کب ۱۳, دونۍ ۱۰:۲۴:۲۳
"يوه ورځ مې پلار په روژې میاشت کې په خوراک ولیدم، سخته وشرمېدلم خو راته وايي، په کرار زړه ډوډۍ وخوره، پټه یې ولې خورې" دا د کابل اوسېدونکې صهبا خبرې دي چې د میاشتني عادت پر مهال یې په روژه کې د ورځې ډوډۍ خوړله او پلار یې لیدلې وه. د افغانستان په ټولنه کې خو ان پېغلې نجونې د میاشتني عادت په وخت کې د کور له مشرانو ښځو هم په پټه خوراک څښاک کوي. ماشومانو ته ډوډۍ تیاروي خو د دې لپاره یې له کاسې یوه مړۍ هم نه کوي چې که ماشوم په روژه خوړلو ولیدلې نو په ټول مالت کې به ډنډورې پسې غږوي چې فلانۍ په غټه تنه روژه خوړله. دوی ولې مجبوره دي چې د روژتي تظاهر وکړي؟ ولې د میاشتني عادت په دغو دردمنو څو ورځو کې چې ارام ته اړتیا لري، بیا هم د پېشلمي تیارولو لپاره ځان بې خوبه کوي؟ ولې په افغان ټولنه کې لا هم د ښځو د بدن دا طبیعي عادت شرم ګڼل کېږي چې ان پخپله ښځې یې هم په اړه خبرو کولو باندې شرمېږي؟
AP ۱۴۰۳ کب ۱۳, دونۍ ۶:۳۳:۳۱
دغه لس کلنه نجلۍ په اسلام اباد کې د يوازې يوې کوټې په کور کې چې مخ ته يې خام سړک تېر دی ژوند کوي. د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر راهيسې ښوونځي ته نه ده تللې، ځکه ښوونځي پرېکړه کړې، نور هغه افغان زدکوونکي نه مني چې پاکستان کې د زيږېدو قانوني اسناد ونه لري. دا په ژړا وايي، "زه يوه ورځ ناروغه وم او ما واورېدل چې پوليس افغان ماشومانو پسې ګرځي".
AP ۱۴۰۳ کب ۱۲, يونۍ ۸:۰۳:۲۹
هر کال میلیونونه مسلمانان له پیشلمي تر لمر لوېدو پورې روژه نیسي. تېرو کلونو کې د نړۍ نیمه شمالي کُره کې روژه په دوبي کې راځي او د نړۍ یو شمېر سیمو کې ورځې اوږدې او موسم تود وي.
AP ۱۴۰۳ کب ۱۱, اونۍ ۱:۱۵:۱۴
د امریکا او اوکرایین ولسمشرانو ترمنځ سپینه ماڼۍ کې له ترینګلتیا د ډکې لیدنې پر مهال لفظي ناندرۍ رامنځته شوې چې د امریکا مرستیال ولسمشر هم پکې ښکېل و. ډونلډ ټرمپ د دې لیدنې پر مهال ولودیمیر زېلېنسکي ته خبرداری ورکړ چې یا دې هوکړه وکړي او یا دې د امریکا پر مرستو نور حساب نه کوي. هغه ښاغلی زېلېنسکي ته دا خبرداری هم ورکړ چې "د دریېمې نړیوالې جګړې قمار" ته دې لمن نه وهي.
AP ۱۴۰۳ کب ۱۱, اونۍ ۱:۲۴:۴۹
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د اوکرایین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ترمنځ د جمعې پر ورځ سپینه ماڼۍ کې د غونډې پر مهال توندې خبرې تبادله شوې. دوی د اوکرایین ځینو نادره طبیعي منرالونو ته د امریکا د لاسرسي په تړاو د هوکړې لپاره سره لیدل. ټرمپ وروسته د خواله رسنۍ یوه پیغام کې ولیکل: زیلینسکي "په اوول دفتر کې د امریکا متحدو ایالتونو ته سپکاو وکړ." نوموړي زیاته کړې، هغه چې کله سولې ته چمتو شو، بېرته راتلی شي.
AP ۱۴۰۳ کب ۵, يونۍ ۱۴:۰۶:۲۸
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه ادعا رد کړه چې ګواکې طالبان امریکايي وسلې پلوري. ښاغلي ټرمپ په یوه تازه وینا کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې پاتې امریکايي پوځي تجهیزات بېرته وروسپاري. هغه ویلي افغانستان ته د مرستو په بڼه د پیسو په ورکړه کې ستونزه نشته خو پوځي تجهیزات بېرته غواړي.